غزل

د خپل ارمان غوندې يم وړاندې ځمه ، شا ته راشم
 د جګ غره کاڼی شوم چې و خوزم بيديـــا ته راشم
 زه چـې څېړنه د ژونـــد هـــرې فلسفــــې شروع کړم
 په نتيجــه کې يې ضرور دا ستــا ښــکلا تــه راشم
 د څڼورنګ چې مې شي ســــــاز د طبيعت درو کې
 د ذات اوبه شم د شپې تور رګ کې سوما ته راشم
 لمر چې سر پورته کړي د بلــې ډېوې رنګ واړوي
 داسې چې زه د زړه نه ولـــــوېږمــــه تــــا تـــه راشم
 يون مې د غشيو پر سرو تکيه پر خـــدای جلانه !
 مــــور مــې هم مړه دعاد چانه واخلم چــــا ته راشم

bakhtiar-arman@hotmail.com