غزل

بـــوی ښـــــــــکلادسپرلي ښـــــــه ده

سرور ښــــــه دی مستــــي ښـــــــه ده

بې خــودۍ کــــې اودس مــات شي

ځــــــان په واک کړه خودي ښـــــه ده

نیازبین یارخوب بې وعـــدې کـړو

داحســــــاس بیـــــــداري ښــــــــه ده

سراومــــــــال به ترې قربـــــــان کړم

دخدای نوم دی دوستـــي ښـــــه ده

بــــــــې کســـــي ده ډیــــــــره بــــــده

خېــــــر اشنــــــــــا غریبي ښــــــه ده

زار یــــاران وي کلــــــــــه کلـــــــــــه

دنیا تــــــــــــل وي یـــاري ښـــــه ده

ښه اخــــــــلاق ورکـــــوي مـــــاتـې

دشیطـــان دښمنـــــــــي ښــــــــه ده

میــړنــــــۍ باتــــوره ښځـــــــــــــــه

له بې ننــــــــــــــګه سړي ښـــــــه ده

توروشپوتــــه بل مشـــــــــــال دی

جـــــوړ دعلـــــــــم هستي ښــــه ده

دشـــــــرابــو څښــل حـــــــــرام دي

ترې نشــــــه دمنــــــــــګي ښـــه ده

دنوښت پـــــه لـــورچــې درومـــي

دهغــــــــه شـــــاعــري ښـــــــــــه ده

د بـــــې ننـــــګـــــه لــه ورورۍ نـــه

غیرتـــي تــــــــربــوري ښــــــــــه ده

پښتــــــوکـــــړه اوپښتــو وایــــــه

ای خاورینـــــه سیــالي ښــــــــه ده