داافغانستان دی

 

دا افغانستان دی

ای وطنه ګران وطن

ښُکلی ګلستان وطن

دا مو د خاپوړو کور

دی جنت نشان وطن

»»»

ښه باغ او باغچې لري

رنګ په رنګ میوې لري

ښار د قندهار زموږ

پېغلي پښتنی لري

»»»

ښګلي ننګرهار ته ځم

ګل د نارنج ښار ته ځم

بیا به د سپرلي موسم

د ښکلو دیدار ته ځم

»»»

غرونو کی زمریان لري

ژڼي اټن چیان لري

خلکو د پکتیا سیمه

ښه ښایسته ځوانان لري

»»»

لوړ نام او نشان زموږ

دا د اسیا بام زموږ

څومره لوړ شهرت لري

لعل د بدخشان زموږ

»»»

دروند په زیارتونو دی

ځای د طاعتونو دی

دا د غزنویانو کور

زړه د تاریخونو دی

»»»

لاړ به شو مزار ته بیا

د روضی دیدار ته بیا

سوال به د ایمان وکړو

د الله دربار ته بیا

»»»

دا مو د قومو کلی

دا مو د دودو کلی

لوړعالي کلتور لري

دا مو د نیکو کلی

»»»

لوړ په تول جهان دی

دا کور د افغان دی

دا مو د پلرو کلی

دا افغانستان دی

»»»»»

لیکوال ::سمیع الدین افغاني