غزل

مــــــــاچـــې لـــه ســـوې لـــوې زړه درتــــــه خـــبره وکړه

ښـــکلیــــــه مــنـنــــــه چــــې خنـــــــدا دې نــــاببره وکړه

دسترګوشپـــول کې دې راغـونډې کړې رامـې دمینې

چـــې مــې دشپــون پشـــان دجـــګوغرو سنـــدره وکړه

بیــــایـــې داستـــازړه چـــودي حســن صفتــــونــه کول

ریبــــارڅـــو،څــــوځــــلـه کیســـه راتـــه لـــــه سره وکړه

ستـــــا غــرني لمبـــه ،لمبــــه نــــظرزړګـی راوریت کړ

رښتیــــا هـــم ښـــکلــې مـعملـــــه دې لــــه هنره وکــــړه

لکـــــه هــــوســــۍدلــــــمر سره پــــه کنـــډؤواوښتلـې

څنــــګــــــه دې داســـــې فیصلـــه ترمـــــازدیګره وکړه

بــې ریـــــااوس خـــوبه زړګي کې ضـرورځای ورکوې

ته یې هم خپل شوې چې دعوه یې تر سپین غــره وکړه