غزل
2008-07-03 07:54:01
ستـــاخـو شـه ظالمــه ! دومره زور اوبه
تـــاپسې مـــې شـــوه دسترګــوتور اوبه
هسې سرابـــــونــــــو پسې منــــــډې دي
نشتـــــــه دي اشنـــــــاپه دغــه لــور اوبه
زړه دنهنــــــګانـــــو سمنـــــدر نــــــه دی
دالتـــــــه دګیټـــــو ګیټــو په شور اوبه
سترګې اوکاسې چې دې برغونې کړې
راغلې ورته خلــــه کې دې میخـور اوبه
ستــــا لــــه غمـــه مړ لا دپخــــــوا نه دی
مــــــه اړوه اوس دزړه په ســــــکور اوبه
ستــــــا په اننګـــــوخــــورې ورې خولې
څه رنګې یوځــــای شـــو دلته داوراوبه
ګران دی په کـــوڅه کې مري له تندې نه
څښلي یې دښکلیـــــوکــور په کور اوبه