غوښتنه

دزاهــــدپه کاڼــوژوبــل،دســاقــي په غېږکــې پـــــروت وای

یادسرووینویوخال وای،دتندي په غېږکـــــې پـــــروت وای

ګـــــرم عشق وای ویلـــې کړی،دګــــودراوبوکـــې حــــل وای

پښتنـــي لپــوکــې جګ وای ،دمنـــګي په غېږپــــروت وای

چـــــاپــه څڼــــو کــې ټــومبــلـی ،چـــاپټـکــوکـــې لګـــــــولی

لوغړن سوی ببری وای،دکــودي په غېږ ګــــې پــــروت وای

سوی لــــوی سپیلنــــی وای،دیــــارحسن ته لــــــوګــی وای

دپښتـــــودسروسکروټو،دنغري په غېږکـــــې پـــــروت وای

چې دمینې مړاوی ګل مې،په سرووینــو را ژونــــــــدی وای

خیردی زه دې ځونیمرګ هم،دمرګي په غېږ کې پـروت وای

دکاروان یوخوږغـــزل وای،له ســـلګۍ سره ســــلګۍ وای

ګرځېدای په ژوبلوزړونو،دځیګروي په غېږکې پروت وای