غزل
2008-07-05 17:18:32
بېګاه خو وکړه راته ستورو د لــــــــوګــــــــــــرو کیسه
زمــــــــا د ښــــــکلي وطـــــــن لـــــــرې مســاپرو کیسه
د حسن خال دی ورنــــــــه وړی د ښکـــــــــاري مرمیــو
ځـــــالـــــــــې دي ورانـــــې په ژړا شــوه د کوتروکیسه
وایي چې نه مري د قاتلــو لـــــــــه کـــــــــوڅـــو راغلي
داسې یې وګڼـــه جــــــانـــــــانــــه د کــــــــوډګرو کیسه
څومره سخت زړي دي د خپلې مـــــورپښې پرې کوي
د هوسۍ خولـــه کې وچه شــــــــوې د نښـــــترو کیسه
مایې قامت د سیوري ولید چې لــــــــه غره نه دنګ و
دلته کېدلــه په دې کلي کـــــــــــــې د زغـــــــــرو کیسه
خدایه دا څومـره توپـــــــــاني بــــــــــادونه راغلل دلته
اوس خو څوک نه کـــــوي پـــــه لاره د ګـور ګرو کیسه
موږ یې د هیلو په غــــــوټیـــــــــــو کې ماښام تېر کړی
د سین څپو کې هم اوس نــه شـــــــــته د سندرو کیسه
لیکوال :: قاضي احسان الله الینګاری