غزل
2008-07-05 17:40:07
د ميکــــــــدې په لــــورې نيت دومره اسـانه نه دى
اولــه مــــــلانه شـــکايت دومـــره اســــــــانه نه دى
د پرهـــرونو نغمې مــــه وايه کــــــه ژوند خوښوې
د کفر چـــــم کې تـلاوت دومــــــره اســـــــانه نه دى
د زړګي وينـــــه غواړي مينـــه او جذبـه هم غواړي
د تــــورو سترګــــو رياضت دومـــــره اسـانه نه دى
په اور ورين ماحــــول کې تلل دي د چړو په څوکو
شرينــــــه يـــاره مــــحـــبت دومـــــره اســــانه نه دى
د څنګ مــــلګري پښېمانه شول زړګيـــــه چپ شـه
اوس په تنهـــــا ځان بغـــــاوت دومره اسانه نه دى
د ا امرخېل دى چې اسمــــان راولي ځمکې پورې
کــــه نـــه غزل کــــې قيـــامت دومـــره اسانه نه دى
لیکوال :: جلال امرخیل