غزل

کــه لاس مې پــورته کړ نو خـامخــاجانان به غــــواړم
څـــه بې ایمـــانه دومره نه یـم چې ایمــــان به غــــواړم


ورځ بــــه راځي لــــه زرورو به حــق غــــــواړي خـــلک
زه بــه داستــــا مخکې ولاړ یمــه ،ګرېـوان به غــواړم


کـــه مـې یـــوه دوعــا قبـــــلېږي نـو په لمرکې بــــاران
سره زرغـونه لکه لینـــده پاس په اسمان به غــــــواړم


دومـره اســــانه دومـــره ژرنو ترې نه څنـــګه تېر شــــم
جـــانانه!زه دخپـل ټوټې زړګي تـــاوان بــه غــــــواړم


منم لاســـونه مـــې ګروکـــــــــــړي سـوداګـــرو دوخت
خو که مې خـوله په واک کې وه افغانستان به غواړم

لیکوال :: اجمل اند

zadran.bakhtiar@gmail.com