غزل
2008-07-07 08:10:09
چـې پـه خنـــــــدا ورتــه دخـــوږ زړه پرهرونــه نــه شي
چیرې دهــم ستــــادښایست غـــوټۍ ګلـــــونه نه شي
راشـــــه مظلــــوم زړه مې پـــه یو نـــظر یوه لمبـــه کړه
چې پــه ظالـــم زړګي دې پــاتې ارمــــانونـــه نــه شي
بیا دې جنون مستي ځواني غــــواړي دمستې مینې
بیــا چېرتــه خیــــال دتـــوروزلفـــوځنځیرونه نــه شي
پـــــه دعــــاګانو مــې دخــوږ زړګـي دردونــه نــه ځـي
څــــوچې ښـېرې دشــــونډو تړم ټکـــــورونــه نــه شي
وړې مــــې دروح جنــــازه چېرتـــه دخنــــــدا پــــه وږو
په وینو سره دې ترې شینکي شینکي خـالونه نه شي
دنــــــظر غشي مې په زړه بــــــاندې پـــــه پـــام اوروه
چېرته زخمي پـــکې داستــــا نازک یـــــادونه نه شي
خاموشې شونډې مې لـــــــوستې بیدارېدې ویل یې
اورونــــه مـــه چېړه لــوګي دې پرې فــــکرونه نه شي
ویــــده دنیــــــا ای دســــــائل قلمــــــه مــــه لــــــــړزوه
دفریـــــــــادي اوښــــکومات ستوري تندرونه نه شي
لیکوال ::: رحمت شاه سائل