غزل
2008-07-07 08:25:51
قـــــاتل معلـــوم دی مــــــوږ پر بـل سړي ګمـــــان نه لرو
خــــــو نــــاوســـي ده د بــــدل اخيستـــــو تـــــوان نه لرو
يـــــــوازي دې تــــه انتـــــظار يــو چــې نوبت يې راشي
داسي هــــم نـــه ده چــــې حســـــاب لره کســـــــان نه لرو
چــــې تــــازه نـــــکړي پــــاني پت او د ميــــوند يادونه
داســـې سپينږری داسې پېغــــــله داسې ځـــوان نه لرو
چې ډک به نه وي زموږ د ننګ زموږ د غيرت له کيسو
داســې کتــــــاب داسې مــظمـــون داسې بيــــان نه لرو
وخت عجيبــــه غــــوندې انصــــاف کړی له مـــوږه سره
د ځـــــان پـه کــــور کې يو بې واکه واک د ځـــان نه لرو
زمــــــــا دې پـــه يـــــاد ده بوريــــــــواله ده يــــوالي خبر
داســــې و نـه وايې چـې مــــوږ پر زړه ارمــــــــان نه لرو
لیکوال :: بوریوال کاکړ