غزل
2008-07-09 15:00:09
پــه مــادې داڅنګــــــــه بــلا پــه بې خــــودۍ کـې کړې
چـې پرهــــرونـو مې خنــــدا پـــــــه بې خودۍ کې کړې
منــــم چې مــــــــا دغه ګنـــا پــــه بې خــــودۍ کـې کړې
ظالم پاچـــــــا تــه مې کنځــــا په بې خـــودۍ کـې کړې
مـــا پــه دې مه نيسه چې نـــوم به دې پر شـــونـډو راته
جـــــانانه ! ما خو دا خطــــــــــا په بې خـودۍ کـې کړې
دا هــــــــم زمـــــــا د مــــحبت زورور تيـــــــــا وګڼـــــــــه
کنــــــه ! د زړه خبره چـــــــا پـــــه بې خــــودۍ کـې کړې
کلــــــــونه تېر شـــــو ، لاتر اوســــــه رانـــه هېره نه شوه
هغــــــــه ګيله چې رانه تـــــا پـــه بې خـــــودۍ کې کړې
زه په خپل ځان نه وم چې لاس مې په سينه ايښى واى
تا خــــو لـــه مــــانه د زړه غـــلا په بې خـودۍ کې کړې
لیکوال :: جلال امرخېل
انتخاب کونکی :: عطاء الله جان صاحب
ـــــــــــــــــــــــــــ
عطاءالله جان صاحب نیکې هیلې اوسلامونه درته وړاندې کوم هیله ده چې اینده به هم خپل انتخابي شعرونه راوستوې دایمل له رالیږلو دې یوه نړۍ مننه کوم . رب العالمین داوږد عمر درکړي .په اخرکې دومره وایم چې زه دجلال امرخېل صاحب له شعرونو سره لحده زیاته مینه لرم .خدای پاک دې جلال امرخېل صاحب ته ښه ډیر عمرورکړي .زما یې هر بیت انتخاب دی .امرخېل صاحب ژوندۍ شاعري کوي ،اودخپلې ژوندۍ شاعرۍ په وجه به تل ژوندی وي
بختیارځدراڼ