غزل

وخت تـــه ژبـــه ورکړه چــــې لمـــــحې راسره وژاړي
ربــــه! لــــــمر ته ووایـــــه چې شپــــې راسره وژاړي

نن خـو دې ډبرو ته هم زړه ورکړه چې درد حس کړي
غــــواړمـــــه چــې غر مـــاتي اینـــــــې راسره وژاړي

نـــــورنـــو دازل پـــــه تنــــــدي تـــــوره تنـــــده نه منم
سینــــدمې کړه چې هرطغیـــــان څپې راسره وژاړي

عشقـــــــه دومره ډیرمې دصنم سترګو کې مه اخښه
هســــې نـــــه چــې مرم او بتکــــــــدې راسره وژاړي

کلــــه چې مې روح ستـــــاد دعا په غیږکې ولویږي
ګــــــوندي چـــې هغلتــــه دې لیمــــې راسره وژاړي

نن یې غضري لکـــــــه جرس د زګیرو ځــــــوږ یمــــه
پریږدئ چـــې لوټ شـــــوې قــــــافلې راسره وژاړي

لیکوال ::: عبدالرحمن غضري