غزل
2008-07-11 09:09:33
داچې په اوښکـــومې ګلان کرمه
دګلــــــوزخــم تــــه درمـــــان کرمه
دزړه بیدیاپه اهاړ ترازې،ترازې
دلمروڅـــــانګــــو تــه باران کرمه
لکـــه نفس چې یې ټټرښـکلـــــوم
مینــــه په زړه کې دجـــــانان کرمه
دخیــــال پړوني کې ګلـــونه وړمه
خزانـــه تاکې خپـــل ارمــان کرمه
لکـه چې خاورې یې په بڼوزانګم
په هر نظر کې یې خپل ځـان کرمه
ـــــــ
لیکواله :: پروین فیض زاده ملال