غزل

پـــــــــام چـــــــې تمنــــــا دې بې نشې نـــــــه شي

لنـــــــډې مرحلې چــــــــــې دې اوږدې نــــــه شي

عشقـــــه پښيمــانۍ پــــــــه ميـو مستې کـــــــړه

پــــــام کوه چـــــــې جـــــوړې ترې توبې نـــه شي

داسې اوبــــــــه هـــــم ســـــــاقي لرې کـــــــــــه نه

کيف يې وې سيـــــوا خــو سترګې سرې نه شي

هـــــــومره مــــې ځـــــــواني د غـــــزل پــــــاتې ده

څو چـــــې ورکې ستا ښـــــکلې غمزې نــــه شي

تللې دۍ حمزه پښتــــــــون اشنـــــــا وتـــــــــــــــه

بې څــه را واپس بـــــــــه مــې جرګې نـــــــــه شي

لیکوال :: دغزل باباحمزه شینواری