چې دقران په سر مې وینه توی شي

چـــې د قـــران په سر مــې وينـــــــه تــــــوی شي

مــــــا د عثمــــــــــان غــــوندې اصيـل کړې ربه

د ابرهــــــــه لښـــــــــــــکر کعبــــــــــه ورانـــــوي

بيــــا رانازل پـــرې ابــابيـــــــــل کـــړې ربـــــــــه

زمـــــــونږ کتاب تـــــه چـې پـــه سپکـــه ګوري

تــــــه ېې پــــه خپــــــل قـــــهر ذليل کــــــړې ربه

د وخت فرعــون چې په کـــې غرک و پرک شي

زمــــا دا اوښــــــــکې رودنيـــــــــــل کړې ربــــه

ویناوال :: جلال امرخیل