غزل
2008-07-15 14:45:53
هغه چې داسې سپینه سپینــه اوړي
سړی به خـود ورتــه له دینــــــه اوړي
سپرلیـــــــه ستا دا ګلابي رنګــــونه
یواځې دې چم کې په وینـــــــه اوړي
ستاخو زړګۍ له نفرتـــونو ډک دی
زمـــا د زړه لـــه جـــامه وینــــه اوړي
تمامــــه ورځ زما دخیـــــال پر کنـډو
حسینــــه راوړي اوحسینـــــــه اوړي
فرهــــــاده څــه به وایې څـــه بـه کوې
چې لـــه مــــــداره دې شرینــــه اوړي
ویناوال ::: طاهرفریاد