غزل

جــــانــــانه چـــــې لــه تــا سره وطــــن راپســــې ژاړي
په داسې مرګ مې مړ کړه چې دوښمن راپسې ژاړي

سبا بـــه مې د کاڼـــو په ځـــای لمـــانځي په ګلـــــونو
سبــــــــــا بــــه ددې کلــي هر يــــــــو تـن راپسې ژاړي

کــــــه خــــدای منئ پــه مينه يې شکي شومه مــلګرو
پــرون يـــې چــــې وژلمـــــــه او نـــن راپســـــې ژاړي

ډيـــوې دومــره لـــوګی خو د دېــــوال په مخـه پرېږده
اشنــــا چې ورتـــه ګـــوري ماسخــوتن راپسې ژاړي

قربـــــان د شـــاعرۍ لـــه دې مقــــــامه سپېلنيـــــــــــه
غزل مـې لکـــــه خپـــــل ورونـــه زامـن راپسې ژاړي

لیکوال :::یوسف شاه سپېلنی

له هیوادپاڼې نه په مننې سره