انتخابي غزل

 چــــــا دې وطنـــه لـــــه جبين نــه غمـــــي پور اخيستي 

چـــــــــادې د سترګــــولــــه ائين نه غمي پور اخيستي

ځنــــــو سرلــــــوړی هنـــــــدوکش په اجـــــاره نيـــــولی

چـــــــــا د امـــــو لــــه تــاترين نـــــه غمي پور اخيستي

دا تور چې نن ورباندې ښکلي او ښايسته ښکارېږي

دوي خو دا ستــا له لــــــونګين نه غمي پور اخيستي

مــــــاښامه تـــه چې سور او سپين ېې تـا زما د اشنــــا

د اننګـــــــو لــــه مـــــاسپښين نـــه غمي پور اخيستي

کــه ټول پنجــــاب ورباندې راکړي سر په سر به نه شو

پېغلــــــو ېې دومـــره ابـــــاسين نه غمي پور اخيستي

دا چې وزرې کـــــوي لــمر ته او سپـــــوږمۍ ته خيژي

ټولـــــو زمــــونږ قرآن او ديـن نــه غــمي پور اخيستي

د امرخېـــــــــــل د غزل هــــــار کـــــــــه په نازونو راغی

پــوه شـئ چې بيــــا ېې نازنين نـــه غمي پور اخيستي

لیکوال ::::جلال امرخېــــــــل :::