دغه تسپې
2008-07-18 08:59:07
دغه تسپې
داچې په لاس کې دي زما
دامې شیخي مه ګڼه
پدې رقیب غولوم
وینا همدا ورته کړم
چې مې تسپې لاس کې دي
ددې نړۍ له ښکلیو
زما وټن دی لرې
هلته به زه
زما دتسپو
داسلیځ لړ
دغاړې هارکړم ستا
چې دا یاغي قسمت مې
دغه دعشق پاچهي
په رسمیت اومني
لیکوال ((محمدعلي عمري ))