غزل
2008-07-19 18:58:46
نـــــظر مې شي ستومــانه ، بېرته ستا رخسـارته راشي
بې كــوره مســــــافر دى ، نا اشنـــــــا ديار تـــــــه راشي
په سترګو كې ځاى نه لري ، په زلفو كې دې ورك شي
يــــــو ستړى كليــــــوال ، تياره مـــاښام بازار ته راشي
د ژوند لوبه بايلي ، خو په ګـــــډا ځي د مرګ خولې ته
تش والـــــــوزي هواته،مرغۍ بیرته مـــــــــار ته راشي
يتيــــــم چې پـــــه ژړا شي ، ميره بيـــــــا څپېړه وركړي
ماشوم كه څوك خپـــــــه كړي ، په ژړا به پلارته راشي
هنــــدارې ټولې ماتې كړي ، څــــــوكاڼې دلته پريږدي
يو څو لېونيـــــان ووځي ، يو څو بېرته ښـــــارته راشي
پـــه كــــور كې څراغ نــه لري ، چې كښېني يې رڼا تــــه
چې توره شپــــه خوره شي ، ســــــحر ځكه يار ته راشي