غزل

شرنګ نه کړي دبنګړوغوندې ګرم نه دي جنګ وهلي
دازړونــه مـــو داوسپنې په شـــــان دي زنــــــګ وهلي
لــــــه چــــانـــــه بـــــه دســـولې دصنــــم خـــــبره واورو؟
پاچــــــــاشراب خوړلي دي ،ملنـــــــګ دي بنګ وهلي
سرونه دخـــــــوړ کاڼي دي ويــــــده دي نــــــه ويښيږي
هرڅوکه په څپـــــــــودحـــــــــادثوغورځنـــــــــګ وهلي
راځئ مـــــاتې ۓپرې تيږي دغميــــــــو په لټـــــــون کړو
لاســــــونه مــــــو دډيرو دعــــاګانو منـــــــــــــګ وهلي
سـاده دي ،کليـــــوال دي،لاس اوپښې يې دي بايللي
خيالـــــونه موپه ښارکې جينـــکوپه څنـــــــــــګ وهلي
غمي مـــودوختـــــــونو دي لاهـــــــــو په سيند په خپله
پـه غــــــــلارانــه پــه بـــــډه دي پردي نهنــــــــګ وهلي
دصبرپه اوبـــو ترېنــــــــه لاس ومينځـــــــــه کاروانــــــه
ګلاب ګلاب يــاران دې دپرديـــــــــــــو رنـــــــګ وهلي

لیکوال ::: پیرمحمدکاروان