غزل
2008-07-21 02:43:39
ورک یمــه په ځان پسې جـانــان رانـه هېرشــوی دی
غواړمـه دسرسیوری اسمـــــان رانه هېرشــــوی دی
بیــا راسره تجدیـد دپیمان وکړه پدې سروشــونډو
هغـــه دمـــــودوکړی پیمــــان رانـــه هېرشـــــوی دی
مه مې تخنــــوه په شــــوخــوسترګودزړګي مراندې
هغــــه دشوخیـــــویاقربـــــــان رانه هېرشــــــــوی دی
ماته به دخپل یاغي ژوندون ارزښت په څـــــه وشي
هسې هم اټکل دخپــــل تاوان رانه هېر شـــــوی دی
نن مې ولچکـــونوپه لاســـــونوکې همـــــــــــدا ویل
هغــــــــه دظالم پاچــا فرمـــــان رانه هېر شـــــوی دی
لیکوال :::بختیارځدران