غزل

وخت رانــــــه تېر شو دیـــون لارې مې بدلې نکړې

مرګې لـــــه لاړم دخُــــــون لارې مې بـــــدلې نکړې

په داسې وروکو لارو لاړم چې لـه ځانه ورک شوم

دخپــــــل سبــــــــــا دلټـــــون لارې مې بدلې نکړې

پـــه برمــــــــــلا مې هر زلمي ته رابرڅېره کــړو زړه

دډوب پښتون دژونـــــدون لارې مـې بدلې نکړې

چې هر ناصح مې کلی پرېښود دا ارمـان یې وکړو

ځــان وروکوي دپښتـــــــون لارې مې بدلې نکړې

که مـــــدعا یې وه لېلا ،نو جــــــانان شــــوې به وه

جنــــون لــه لاړدمجنــــــــون لارې مې بدلې نکړې

هریو بچی مې لکــــه نمر دژونــــــدون لارې ویني

خـــــودنفـــــاق دطاعــــــــون لارې مې بدلې نکړې

مدم یې خپــــل فصل دخپـــل کنډک په ګډو وخوړ

ګــــډې خو پرېږده دشپــــون لارې مې بدلې نکړې

پښتـون فطرته ستــــــانه تېښتې لـــــــه راغلی یمه

مینــــه کښې هم دبیلتـــــون لارې مې بدلې نکړې

په سرمې هره ورځ تېرېږي زه یې بــــــدل نـــــــکړمه

دزمـــــــــــانې دبدلــــــــــــون لارې مې بدلې نکړې

نن به هم زمـــــــا پـه وینومست نس کونټۍ ګروي

دیـــو کـــوڅې دقـــــــــــارون لارې مې بدلې نکړې

دهرکافرپــــــــه توره ژبـــــــــه مې داسپین اووئیل

دیـــــوسفزي دجنـــــــــــــــون لارې مې بدلې نکړې

لیکوال ::: ډاکتراباسین یوسفزی