غزل
2008-07-22 20:14:00
لــــه تــــورو غټو غرقــو سترګــــــونه دې شرغواړمه
جـــــانانــه نن درنـــــه مستي غـــــــواړم شررغواړمه
بــــــلا پسې دمــحتسیب جنت عـــمرونـــه بیــــــا دی
نغده ګناه ښــــــــه ده دسپینې خـولې ســـاغرغواړمه
یوځــــل ورټیټـــــه شـــه دجــــام په بهانه هیلــــــه کوم
ستــــــادسینې تصــــــویراوبو کې دګـــــودرغواړمه
زه چـــې دعـــــــاکـــــــوم امین راپسي زر زر وایــــــــه
په خــــــدای قسم له خدایه ستا یاسمین بشرغواړمه
جنــــــــګ ته مې مه بیا یئ ښاغلیــــو زه دتورو نه یم
شــــاعر سړیم دخیـــــالي کنـــــډول کــــــــوثر غواړمه
ملګرو خدایږو بس دایو عادت مې خام غوندي دی
چې چیرته ښـــــکلی وي هغـــــــه دزړګي سر غواړمه
لاخو مــــــاښام دی د سپین مخ ډیوه پرې مه پو ټـــوه
دزلفو سیـــــــوری دي سباغرمه په لـــــــــــمر غواړمه
لیکوال .:: عبدالرحمان غضري