غزل

د مينې پـــه اورو بــــــــه سوځېــــــــــــــدم پروا دې نه وه
جــــانانه! پــه خنــــــدا دې ځـــــــــــوريدم پروا دې نه وه

چــي سترګې بــه مـې كلــه ستا ليــدې غـم به ستي كړم
پــــــه زړه هره شېبـــــه ســــورى كېـــــــدم پروا دې نه وه

سپين مـــــخ بـــــــه دې راوا ړاو شيرينـــــــه پــــه ژړا وم
هغــــــه ســــاعت چې څـــــــومره كړيــــدم پروا دې نه وه

اسمـــــان او ځمكه ټول رانه خپـــــه وو خو زه خوښ وم
تهمت كې به ديې ګلـــــــه رنګېـــــــــــــدم پروا دې نه وه

په لاس كې درتـه پروت واى هره ورځ به مــــو ديدن وو
لړزاند لكـــــــه بنــګړى به شرنګېــــــــدم پروا دې نه وه

الفت كې مې دې ياره دغـــــــه ټـــــــول بدن زخمي واى
طبيب  ته بــه هر وخت حــــــــــــاضرېـدم پروا دې نــه وه

چې ته واى پرې خوشحاله زه دې ټول درته لوګى واى
ورو ورو به لـــــكه شمعــــــه ويلېــــــــدم پروا دې نه وه

دا ستــــــــــا په محبت كې که مجنون په رنځ اختــــه وم
اسير به دې كوڅــــــــــــــــــه كې ژړېـــــدم پروا دې نه وه

لیکوال :: قاري محمدحسن اسیر