غزل

سينـــــــو د رقيبـــــــــانو ته يې نيــــــــولي ټوپکــــــــــونه
راخــيستې ورپسې دي تمــــــــــام کلـــي ټوپکــــــــــــونه
 
يـــو چــــا مــو د هېــــواد د خپلـــواکۍ پېغلــــه ګـواښلې
دا ځکــــــــــــه مــــــو اوږو تـــه اچـــــــولي ټوپکــــــــــــونه
 
هغـوى دې زمونږ چم کې زياتې جـګې سترګې نه وړي
هغـــوى چې پـــه ميـــدان کې غورځولي ټوپکـــــــــــونه

تش لاسي دومـــــره نه يــــو چې برى به رانـــــه يــــــوسي
لرو لا پـــه کـــــــــورو کې زنـــګ وهــــلي ټوپکـــــــــــونه
 
خــــــورې څڼې مو څنـــډ وهئ مورچــل ته د ننګ راشئ
په غــــاړه کړئ مــلګرو ښــــکلي ، ښکلي ټوپکــــــــونه
 
نن خدايزده امرخېــــــــله ! که غليم په مــــــــــــخه راشي
پرون يې زمــــــــوږ لاس کې و ليـــــــدلي ټوپکـــــــــــونه

لیکوال :: جــــــلال امرخېل