غزل

لکـــــــه يــــو ګل د وچ کمر چې پـــه اوبـــــو پســـې مــري
داســې مـې ستــرګــې ګلـــورينه ســتا لـيـــدو پسې مري

اخــير پــــه کومـــــــــــه لاړې ، ولـې لاړې ،چـــــــرته لاړې
پـه دې پــــوهيــږې چـې ميـن دې پـه ښـــکالو پسـې مري

زمــا د مينــې امتـحــان مـه اخــــــــله ښـــــــه پوهيــــــــږې
چــې پــتنګ مــري نو بــس د شمـعې په لمبـو پسې مري

هغــــــــه د خـــوړ د خـــوا ګـودر نه دى؟ مــين ګـــودر دى
چې په پيــغلــوټو پســې مــري  او هــم منـګو پسې مري

د ښــــار جـــــــانان چـــرته په خـــپل عـــهد وفا کـــــړې ده
د غـــره جـانـان دى چــې په عهــــــد په وعـدو پسې مري

کســو مــې خــوى د خـال اخــستى دى پرې څــــــه وکړمه
د چـــا د ورځـــو په محراب کې پـــه ســـــجدو پسې مري

شيــخ چـې په ټـس کې د تـسبو د ښکلي مخ تهخ ګــوري
نو انديښمـــن څـــه مـــــلامـت چـــې اننــــګو پــسې مري

لیکوال :: اندیښمن ځـــــــاځی