غزل
2008-07-26 05:21:52
عجب کيفيت لري دا زړونـــــه ځکـــــــه زرپټـــــــــــــوي
خوږو ليمـــو کې چې ګل دښت ګل دښت نظر پټــــــوي
خير دی کــه کيناستم د ستــا د لـــوپټې سيــــــــوري ته
واورې هــــم کلـــــه کلـــــه غيږو کې سپين غر پټــــــوي
خـوله يې په پښو کې ده په يو چړپ زر هنــدارې ژويې
اوس د جــــــــوهرو پسرلي يــــــو جـــــــادوګر پټـــــــوي
وژني مې ګام په ګام خـــو بيا هم مينــه ناک دی جــانان
د سندرغــــــــــاړي ســــــل عيبــــــــونه يــو هنر پټــــــوي
کاږه شـــــکست کې جــــــلان تمـــه د ژونــــــــدون نلري
بيړۍ چې مـــــــــــاته شي ضروريې سمنــــــــدر پټــــوي
لیکوال :: سیدجیلاني جلان