غزل
2008-07-28 08:26:05
قــــدم به زه واخــــلم خـــــو تلل زما په واک کې نه دي
زړه او نصیب یو ځــــــای کول زمـا په واک کې نه دي
لکــــــــــــــــــه زاړه څـــراغ پر لاره د بادونـــــو ناست یم
شپــــــه روڼوم، شپـه ختمـــــول زما په واک کې نه دي
لښکر زمــــــا دی خو زمــــــا له قومنــــــــــــدې نه وتی
اوس د جنګ توغ پورتــه کـول زما په واک کې نه دي
دداسې ښـــــار په دروازو زمــــــا نـــــوم ولې لیـــــکي
چېرته چې تش شپـــــــه تېرول زمــا په واک کې نه دي
اوس لکه څــــاه د ارامۍ په صنـــــــدلۍ کې ناست یم
اوس لکه سینـــد په مخـــه تلل زما په واک کې نه دي
لیکوال :: غزت الله شمسزی