غزل
2008-08-01 17:38:16
بيـــا د ظالـــم چنګېز نظــــام دی خــــولــه ګنـډلې ښه ده
زمــــا په هر لــــــوري ســـــلام دی خــــولـه ګنډلې ښه ده
لښـــــــکر اختـــــه په قتــل عام دی خوله ګنډلې ښــه ده
او د بــادشـــــاه دغــــــه پيغـــام دی خوله ګنډلې ښـه ده
چـــاته نعرې د زنده بــاد ووهـو څوک مخــــــکې کړو ؟
هر يــــو د سر سړی غــــــلام دی خــــــوله ګنډلې ښــه ده
دا پــــه خنـــــــدا چې مرګ ته درومي خلک غــاړه غړۍ
دلتــــه د ژونــــــد عزت نيـــلام دی خوله ګنډلې ښــه ده
زما به ځای کړې بيابان ، ورک به شم چــوپ شه ګرانې
مينـــــه په دې ښار کې الزام دی خـــــوله ګنډلې ښـــه ده
مـــــونږه يـــــو تل د خپلې برخې پـه غوښتلـــــــــــو کافر
مــــــونږه خــو تـل کړی نـــــاکام دی خوله ګنډلې ښــه ده
د ده پــــــه نـــــوم بــــــه تهمتي شې د ده نـــوم وانخـــلې
ستـــــا امرخېل غريب بـــــدنام دی خوله ګنډلې ښــه ده
لیکوال : جلال امرخېـــــــل