غزل

چې په سوله د چــــا جنګ دی بــــدل شــوی
ګوره وخت يې هم په څنـــګ دی بدل شـوی
 
د بـــاروتــــــــو د لــــــــوګو لـــــه تـــنـــفــــسه
د کــــابل د حــــــــورو رنـــګ دی بدل شوی

درپــــسې به د زېـــړي پــــه رنځ اختـــــه شـم
داغ د زړه مې نور په زنـــګ دی بدل شـوی

د شپېــــلۍ غږ د شپې نه اورم په خوب کې
له زيارت نه جــــــوړ ملنــګ دی بدل شــوی

زورور شـوې چې په زوره ديدن غـــواړې ؟
که انداز دې د قــــــلنګ دی بـــدل شـــوی ؟

ته به څه کــوې د تــورو پـــه خــرپــــا کـــې ؟
چې زمــــا مخ کې دې رنــګ دی بدل شوی

د غزل پــه سمنـــــدر مـې طوفـــان ګــــډ دی
هر يو موج يې په غــورځنګ دی بدل شوی

لیکواله :نبیله غزل