غزل ::

تـــــه مې ګورې کـــــــه نه ګـــــــورې زه دوګرځم له سترګو
پــــــــــــه زړګي زمــــــــا را اورې زه دې وګرځم له سترګو
ای سپرلی ،ای سپرلی جــــــــــــانانه دا زما پښتنه مینه
دبیلتـــــــون نه کله ژغـــــــــــورې زه دې وګرځم له سترګو
ستـادي سترګې ډکې،ډکې زما زړه زخمي،زخمي دی
څـــــــــــه کانې به کیږي نــــــورې زه دې وګرځم له سترګو
ستــــــاوربل مې هم رقیب شوښــکلوي سره اننګي ستا
سرې لمبې شي په ما پــــــــورې زه دې وګرځم له سترګو
خوب به څنـــــــــګه راشي ماته سترګې څنګه کړمه پټې
زما سترګــــوکې ته ښــــــــــورې زه دې وګرځم له سترګو
ځونمرګ دي شي غمــــــــــونه شې میرات دې تورتمـونه
چې تـــــه بیــــــــــــا کړې سترګې زه دې وګرځم له سترګو
ما زړه ســـواند ته کینه راشي چې دې مخ نه مچي اخلي
ستااوږدې زلفې سمســــــورې زه دې وګرځم له سترګو
لیکوال :حبیب الله زړه سواند