هوپسرلی به چې راتلو......!

 پسرلی به چه راتلو؟؟٠٠٠٠٠٠

هو باهوبه داسې خواځښتونه ښکاریدل که خلک چې دکومې ښادۍ لپاره ترتیبات نیسي . ژمي به خپل سپین څادرورو،ورو ورنغاښت ٠له غرونواو درو به دواورینویخواوبو ډک، ډک خوړونه بهیدل .پنجه دارودنګو،دنګوچنارونوبه دسهارله نسیم سره خوږې خوږې

سندرې بللې .بلبل به دګل په نيموشنونازکوڅانګوټالونه وهل .پتاوی به دومره خوږلګیده لکه هوباهوچه سړی دخوږلن غاړی ته په ژمي کې ناست وي .دلارويو څادرونه به په وليوښکاریدل .ګلکڅ به مخملیزڅادرورو،وروغوړوه .دغروله لمنونه به دشپونکیودشپلیواوزونه راتلل .دتوت وپښ القاۀ به دنښترله شغ شغه سره ډیره خواږه په غوږولګیده .له خاورینوپڼڼوبه خوږې ،خوږې ریڼې ریڼې اوبه راتوېدې .چینو،ګودرونواوکاریزونوبه دسیل اوجمعه ورۍ بڼه غوره کړه . ماشومان به پدی لټه ووچې ګل اومومي ترڅوپخپل پلارجان اومورجانه دسپرلي دراتلو زیری وکړي اوله خپلې مورجانې اوپلارجان نه دزيري په بدل کښې شریني اویاڅه نغدی روپۍ تر لاسه کړي ، هوپسرلی به چې راتلو..........

 بختیارځدران تبوک سعودی عرب