ګیله
2008-06-08 15:32:54
ګیله
اور ته مې درغواړې
راته وايه راته وايه
له زخمونو له دردونو
زرشه زرشه
په حالتو مې خبر کړه
له خپلوانوله همځلو
دغه څه دي چه يې وينم
زه په څوکودبڼوستا
داپه سرونرۍ لبانو
دااهونه اوسېلي ستا
مسکه چېرته کوچېدلي
راته وایه راته وايه
ماله دې ځېني په مخکې
چه مې ته نه پېژندلې
نه شوګيرنه انتظاروو
وې به لوبي خنداګاني
اوس چه زړه تا رانه وړی
تر سپېدي شپي رڼاومه
انتظاروم ستا راتګ ته
کله شم په ژوندپښېمانه
سوزم سوزم ستا له غمه
که رښتيا راباندې وايې
لکه اورته مې چه غواړې
په اهونو کې مې ښکارې
ته لا یوخوا بل خوا ګورې
راته وايه راته وايه
زما مينی
لتازارشمه شيرينی
لا ګېله کوې له ما نه؟
ای زما ګرانه جانانه
چه پرما به څه تيريږی
لوی الله پدې پوهېږي
لوی الله پدې پوهېږي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لیکوال بختیارځدراڼ