ازاد شعر
2008-06-09 06:24:40
ستاانځورزما تصور
دستړي ژوند
اوزړه په هرخوځښت کښې
زه ستاله زرو وعدو
ښُکلی انځورجوړوم
ستاغټې غټې سترګې
له ځېله ډکې سترګې
ښکلې اوښلنې سترګې
خواږې نېازمنې سترګې
تورې پځای
راځیني شینې جوړي شي
ډیرې خوږې جوړي شي
مګرناڅاپه یې
داهونوسیلۍ
رانه ذرې ذرې ټوټې ټوټې کړي
په تندي توره وریځ
اوري باران داوښکو
څپاندخوړونه جوړ شي
داتصور يوسي له ځانه سره
له غټ ارمانه سره
له غټ ارمانه سره
بختیارځدران