شعر

 شکرشکر

کړم پیدادې مسلمان ایمان دې راکړ

په خویونومسلمان جانان دې راکړ

له تیارو نه درڼالارې پرې مومو

له برهانه ځینې ډک قران دې راکړ

دژوندون دورکې لارې لاروي وو

 شکرشکرچه کاروان څاروان دې راکړ

په سپرۀ زړۀ کې مي بیارومان راشین شه

داوښتون دښه تریښت ارمان دې راکړ

که هرڅوترېنه مغل ګورګین رېبلي

ډک له ګلو له لاله دامان دې راکړ

پرې ادب به دپښتوتل مستغني وي

چې الفت*خادم*رښتين*کاروان*دې راکړ

که پرون مودیوبل په مړینه تېرکړ

خونن بیرته دیوالي توان دې راکړ

بختیارنه لري خواهیش سوا لدېنه

شکرخدایه چه قلم بیان دې راکړ