پوښتنه ؟

څنګه ورښتیا وایه ګودر زمونږ د کلي

شنه وو که وچ شوي وونښترزمونږدکلي؟

غواړیې مازیګر،که د پخوا غوندې سپره و

څنګه ووزلمي څنګه اخترزمونږ د کلي؟

څنګه ووشپانه څنګه رمې اوڅړځایونه یې

خلک ووپخلاکه مرورزمونږدکلي؟

ګرمې یې حجرې وې که سړې وې د پخواپشان

څوک ونور درغلي مساپرزمونږ دکلي؟

څنګه وموسم وې به وریځې او باران کنه

ښکلی وو که نه وسږ منظر زمونږ د کلي؟

لیکوال :: بختیارځدراڼ