غـزل
2008-06-24 17:51:51
داضطراب لمحــــــــې په څــه تېریږي
چـل یې راوښایــــــــــه هیڅ نه تېریږي
دژوند شیبې رانه همداسې ځغـــــلي
لکه خځلــــــې وړي اوبـــــــــه تېریږي
پرادۍ کوڅې او محــــــلـونه پوښتي
په زړه دې څه زموږ په لېـده تېریږي
چې بې جانانه وي ژوندون مـلګرو!
وي به ګناه کـــــــــــه وایم ښه تېریږي
د اتفــــــاق په برکت بختیــــــــــــاره!
بـلا خــــــواږه د ژونــــــدانـه تېریږي