غزل

 

ګلبـــــوټـــــوواخــــستې ډولـــۍپه وږو

کلۍ کلۍ غوټـــــــۍ غوټـــــۍ پـه وږو

زماګل مخــــــی یارسیالــۍ ته ورځــي

دي یې خورې زلفې ګیډۍ پـــــــــه وږو

ارمــــان ارمــان چـــــه د افـغان له بڼــــه

دګلوپاڼــــي کــــــړې سیـلۍ پــــــه وږو

دشپې درانې ډزې تــــرغـــــوږ راتللـې

جنــازې راوړې رڼـاېـــــۍ پـــــــــــه وږو

پـرون راغلــی وو نن بیــرته درومـــــي

امیـــداخستــې دي بــوخڅـــۍ په وږو

لیــــوو صیــادترینـــه ده ورۍ داړلــــې

ګورئ راخستــي ده کــــوچــۍ په وږو

بختیـــاره نــــــۀ منــي زارۍپښتــــانـه

پریږده چې ویلویږي لونګــۍ په وږو