آواز

 آواز

راځئ اواز ته چـې لږ ورکړو دشــــــــــــــــــــــــــکرو اوبه

تندې واهلی رانه غـواړي دسنــــــــــــــــــــــــــــــدرو اوبه

د سرو ګلونوپه سر اوس هم لابـارود پراتـــــــــــــــه دي

اسمانه وپاشــــه پرې سپینــــــــــــوملغـــــــــــــــلرو اوبه

راځئ په دار یې کړوغچ واخلود زلمـــــو له جنـــګ نه

خونړی جنګ رابـــاندې نه څښي دخبـــــــــــــــــــرو اوبه

نوردې ټوپکه لــــدې تور دروي شپیــــــــــــلۍ جوړوو

دزنګ له ویرې ورکــووبه دســـــــــــــــــــــــــروزرو اوبه

پرادي مو ځکه په نومونو د ګنـــاه نـــومـــــــــــــــــــــوي

چې افغان ونه څښي د خپــــــل منګي ګـــــــــودرو اوبه