انـتــــــــظـار

نـــــــوم د مینــــــې دانعــــــام دی انتظار

پــل پــه پــل او ګام په ګام دی انتــــظار

کلــــه جــوړه ترې مســـکاکلـــه ژاړه شي

پـــه دې دواړو اختتــــــام دی انتـــــظار

کلــــــه خـــوږاوکلـــه تریخ پــه سړي لږي

دخــــوږوتـرخـــو انجــــام دی انتــــــظار

دژوندون دڅورنګینـــــــوشپــــوله پاره

دســـاقي په لاس کـې جـــــام دی انتظار

له شیروشونډوبه یې کله بختیار اوري

تش د؛ یې ؛او؛نا؛پیغــــــام دی انتظار