صبر

دمهاجرت شپې وې دخلکو دومره لویې لویې حجرې نه وې چې دفاتحې مراسم دپه ښه ډول پکې سرته ورسوي لدې کبله به تر درې ورځو پورې ټول کلیوال د کلي په جومات کې د فاتحي له پاره کښیناستل .حاجي ظریف اقا هم زمونږ د کلیوال فاتحي ته راغلی و،له فاتحي نه یې ورسته وارثوو ته دزړه دصبر غوښتنه له خدای نه ووغوښته ،او په ډیر غریو نیولی غږ یې په صادق غږوکړ صادقه له هر څه نه صبر بهتر دی تاسو به خبریاست ایله مې شونډه شنه شوي وه چې دډیرې بې وزلۍ له وجې پیدل دایران ،عراق او ترکۍ له لارې عربو ته دمزدوری لپاره ولاړم پوره پنځه کاله ورسته له سختې خورۍ او مزدورۍ نه چې بیرته کورته راستون شوم .پلار مې لسمه ورځ راته کوزدن وکړه او له څلور میاشتو نه پس مې واده کورته راوړ .له. پنځلسو کالو ورسته د اوواولادونوپلارشوم درې مې زامن او څلور لورګانې وې. مشر زوی مې ژڼی و ږیره بیرېت یې راغلي و.په دولسم دثور دغمیزې له پیل نه څلورورځې وروسته موکډه ګاونډي هیواد ته دماخستن له لمانځه ورسته په تیاره کې له کلي ووته پوره شپه موپیدل مزل وکړ دسپیده داغ سره مو په یوه خوړ کې دیوې چینې له څنګه کډه واړوله ،ورو،رور نری،نری باران شروع شه دچینې نه لږ لرې دیوې ونې خواته مو سرپناه یوړه او له وړیو وبدلي ټغر لاندې دسهار له لمانځه ورسته ویده شوو.له مونږ نه وربرپه غرونوبدریغه ډیر وریښت شوی وواو نا څاپه دخړو اوبوسیلاب له ځانه سره په مخه کړو اوس مې هم ها د ماشومانو نارې نه هېریږي .خو څه مې کړي وای هیڅ مې له وسه پوره نه وو .ټول ټبر مې اوبو يوړ دخدای شان ته ګوره چې د یوې ونې په دوه خاښي کې مې لاس ونښت ،څو ځلې مې هڅه وکړه چې ځان له ونې نه خلاص کړم چې اوبه مې یوسي خو ومې نه شو کړای چې ځان دې خلاص کړم ترغرمي ورسته اوبه کمې شوې خو دلاس او پښو دم مې ختلی وو او دماشومانو چیغې مې تر غوږ کیدې خو دا اومید مې نه وو چې ژوندي به پاتې وي .داوبو له کموالي نه وروسته د منطقې خلک په اوبوراوړیو لرګیو پسې سر وو چې زه یې وموندم له ونې نه مې یې لاس راخلاص کړ دخپل حال د ویلو توان نه وو راسره، بې دمه او بې سیکه غوندې وم .ټول وجود مې شین و ،جامې مې شلیدلې وې ،خدای زده چا راته جامې راوړې .جامې مې واغوستې ،لږ وروسته مې خلکو ته دخپلې میرمنې او زامنو لوڼو قیصه تیره کړه .خلک یې په اجلتیا سره په درک معلومولوپسې ولاړل د مازدیګر له لمر پرېوتوسره مې اته مړي له مخې د کلي دجومات په مخکې ایښي وو .بې له صبر نه مې بله لار نه وه .اوپه زړه کې مې له ځان سره دا فکرکوه چې خدای در کړي وو درنه یې واخیسته .او خلکو هم راته وې چې حاجي صاحب رضا به د خدای وه صبر پکار دی په زړه کې مې وې چې څو ځله مې کوښښ وکړ چې له ونې ځان خلاص کړم او اوبه مې یوسې خو چې خدای مې نه وه پوره دا دی ژوندی یم .سبا مې ټوله خیلخانه په جماعي قبر کې خاورې ته وسپارله .یو سر پاتې شوم او ژوند راته بې مانا ښکاریده .مګر توره باز د خدای وبښي نیم غم یې رانه اخیستي وو کال پس به یې کله ناکله د واده خبره راته وکړه چې بل واده وکړه هغه وو چې بل واده مې د توره بازله ډیر اسرار او غوښتې ورسته وکړ . دتوره باز دایوه خبره مې چې رایاده شي دزړه نه ورته دعاوکړم هغه به وې چې نااومیدي مړینه ده او زه رښتیا هم نااومیده شوی وم خواوس شکردی مال دخدای (ج)دی بیا د اوو اولادونو پلار یم چې درې زامن او څلور مې لوڼه دي مشر زوی مې ځلمی دی دکور ټول کار کوي دا هرڅه ماته دخپل زغم اوصبر میوه ښکاری .ځکه صادقه تاته هم وایم چې صبر پکاردی خدای به یې یوځونه درکړي .

پای

په احترام بختیار ځدران