غزل

ژبي څـــــــــکلي ستـــــاله شونډودرښتیاخواږه و

تر رګـــه رګــه رسېـــــده ستـــــاد اروا خـــــــواږه و

زه وارخطــــــــــاومــــه ولاړ چې راکاتـــــــه دکاږه

هغه کاتــــــه دنااشنــــــاڅـــومره اشنـــــــا خواږه و

اوس د بنــګړي راپسې ټول مالت خبر کړي یــاره

ماشومتــوب ښه ووپه مستیوکې بــــــلاخواږه و

ولې به سترګې واروي په ګریوانونواوښــــکې؟

که دژوندون تېریښت ته ګډزما وستــــاخـواږه و

بختیـــاره داسې نری درد ورسره مــــلګری ولـــو

دجانان غم وپه سلګیــو کـــې دنیـــــا خــــــواږه و