نوی کال

نوی کال

پـــه ګلــــونـو کې روان دی نـــــــــــــــوی کال

څومره شوخ دی څومره ځــوان دی نوی کال

په تاوان ترې دخپــــل عمرخوښي اخـــــــــلو

زماارمان د یار رُمـــــــــــــــــان دی نوی کال

پکې وي به زحمتونه ،اومیــــــــــــــد دواړه

بې اومیــده چې شـــــــي وران دی نوی کال

پکې شړلی شــــو دژوندتیـــارې له سیمـې

دڅراغ غــوندې روښـــــــــان دی نـــوی کال

که خــــوارۍ مــــــوله فصــــلونو سره وکړې

دمــــیړانې دسترخــــــــوان دی نــــــوی کال

کـــــه په غـــــــاور دیـوبــــــــل خـــبرې واورو

لــــه بــدیـــو، نه امـــــــــــــــان دی نـــوی کال

مرور سره پخــــــــــــــله شــــئ یو لــــه بـــــــله

دبختیــــار همـــدا ارمــــان دی نــــــوی کال

۱۳۸۷/۱/۱لمریزکال