شوخـــــــــــــــــــــــــــه
2008-07-19 15:32:52
اروا چې کلــــــــه هـــم شي ځـــوانه ،بياځــــــان نـه پټوي
راوړي نازونــــه ښــــه پريمـــانه ،بيــاځـــــان نـــــه پټوي
پلـــــــو لـــه ګـــــــوتو تاووي څــــه پــــه نــــــخرو روانــــه
اور به ترې واخلي ګوره ځـــــــوانه،بياځــــــان نــه پټوي
په څنګ کاته شونډې چيچي،کله مسکۍ غوندې شي
رښتيــا هم ډيره شـــــوخه ورانــه،بياځــــــان نــــــه پټوي
پرون یې مخ تـه سالــــــــــــــوونیـــــورانه پټــــــه شـــــوله
نن راته ښـــــــکاري پرې پیښمــــــانه ،بیاځـان نه پټوي
بختيــــــــــــاره لاس لــه دغې مينې،اخستل پـــــکاردي
پــــه غـــــم دې اړوي نادانـــــــــه،بياځــــــــــان نـــه پټوي