غزل

هنر بـــه غـــــــواړي بـــــدمرغي چې پـه اختربدلیږي
 بلا خــــــواري غـــــــواړي چې فـــــــکردبشربدلیږي

دا تسلسل نـور دمرګـــــــونو دپای ټکی غـــــــواړي
پـــــــدې دې کار وشي چې څنــــــــګه دانـظربدلیږي

د روان جنګ دانتهـــــــــــــــا خبره نه کــــــــــوي څوک
راغــــلي خــــــلک بې اعتبــــــــاره دي اکثر بدلیږي
 
هغــــه دي راغلې هغه وریځـــــــــو لکه اور راوړی؟
اوس به چې څـومره انسانان پکې کسکر بدلیږي؟

بختیـــــاره اور ترې ګاونډیانــــــــوته هم ولــــــګیده                   
وړې سپرغۍ دي ورالــــــــوتي پــــــه شرر بـــدلیږي
لیکوال : بختیارځدران