د يوه طالب کيسه

د هلمند يو اوسېدونکی خپله کيسه کوي، چې څنګه هغه د سپتمبر له يوولسمې څخه دمخه د طالبانو له خوا جګړې ته راکښل شو او بيا څنګه وتښتېد. په هلمند کې د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې د يو خبريال ليکن زه له طالبانو سره ځکه يوځاۍ شوم، چې مين شوی وم. هغه مهال زه اتلس کلن وم. سره له دې چې په هلمند کې زيږېدلای وم، خو ټول عمر مې په پاکستان کې تير کړی و.