په برطانيه کي په لومړي ځل يو سپي ته په مسجد کي د ننوتو اجازه ورکړه سوه
2008-06-23 02:57:29
د جنګ ورځپاني په حواله په برطانيه کي په لومړي ځل مسجد ته د يو سپي د ننوتو اجازه ورکول کيږي په دې سلسله کي په ليسټر نومي سيمه کي يو هوښيار سپي ته روزنه ورکول کيږي .
د سنډې ټايمز په حواله چي د هغه د روزني د بشپړيدو وروسته به د هغه دنده داوي چي خپل ١٧ کلن روڼد څښتن محمد کهتري به د لمونځ د ادايني لپاره د کسټر الفلاح مسجد ته بيايي او بير ته به يې تر کوره رسوي دا سپى ځکه ددې کار لپاره غوره سو چي د نورو سپو په پرتله يې د خولې ناړي لږ وې چي په مسجد کي به د لمونځ کونکو د جامو د ناولي کيدو ډيره لږ انديښنه وي د راپور سره سم د مسجد ساتونکو د مسجد په حدودو کي د سپي پريښودلو اجازه د مسلم کونسل اف بربټن (ايم سي بي ) په هدايت ورکړې ده .ايم سي بي د سپيانو په اړه د اسلامي تعلماتو ژوره څيړنه وکړه وروسته دې پريکړي ته ورسيده چي يو ړوند لمونځ کونکي ته تر مسجده پوري د لار ښونکي سپي لپاره د مسجد په حدودو کي د ننوتو هيڅ نقس نسته
خو په دې شرط چي هغه سپې يوازي ددې کار لپاره روزل سوى وي او د مسجد يا لمونځ کونکو د ناپاکى سبب ونه ګرځي .د اجازې د ورکړي سره سم د ړندو ټولني يو سپى د يو خاصي روزني لپاره دسپانو روزنتون ((ګائيډ ډاګز )) ته وليږى د روزني د بشپړيدو وروسته به هغه لارښوونکى سپى د خپل څښتن محمد کهتري لار ښونه کوي هغه به د کور څخه تر الفلاح مسجد پوري بيايي تر څه وخته پوري چي کهتري په مسجد کي عبادت کوي سپى به د مسجد په حدودو کي پر خپل ځآنګړي ميز باندي کښيني او د خپل څښتن انتظار به بآسي.
ويل کيږي چي د راتلونکي کال په پيل کي به هغه سپى په خپلي دندي پيل وکړي .