د نورو شعرولپاره دلته کليک وکړئ !
2008-06-26 02:27:54
څه ووايم
دلته مو سندر ي په سلګو باندي بدلي سوې
دلته خو شحالۍ وې په غمو باندي بدلي سوې
دلته چي نفرت پرمحبت باندي حاكم مينم
دلته دزړو ميني په پيسو باندي بدلي سوې
دلته ډيري پيغلي كونډي سوي دي دپلار پركور
دلته پښتنې وې ليونو باندي بدلي سوې
دلته تادرخي اثار هر چاتر وسه لوټ كړله
دلته كلاګاني په مرچو باندي بدلي سوې
دلته چي دهر يو ه دوه مخي رنګ ته وګورو
دلته زموږ هيلي ارمانو باندي بدلي سوې
دلته مشران مو ديو بل په سيالۍ ظلم كړي
دلته د چا اوښكي بارانو باني بدلي سوې
دلته چي يې قدر د پښتو او صداقت كړ ي
دلته يې سينې په غلبيلو باندي بدلي سوې
دلته هرڅه وسره ټول جهان يې ننداره وكړه
دلته سرې ډولۍ په جنازو باندي بدلي سوې
دلته خو دلمر ځلانده مخ لوګو نيولى دى
دلته سپيني ورځي تورو شپو باندي بدلي سوې
دلته دورور ويني دخو ر اوښكي بهيدلي دي
دلته مو باغچې په هديرو باندي بدلي سوې
دلته مي خپل ورور لاسونه وتړلو پرديو ته
د لته مي جذبې دزړه ګيلو باندي بدلي سوې
دلته يو لويه تجربه راسي دتير په شان
دلته كه بيا چغي په ټپو باندي بدلي سوې
دلته پردي وينم راڅه ورك پردي خو بونه سو ل
دلته مي شپې ټولي شوګيرو باندي بدلي سوې
دلاور پرديس
غزل
محمد هاشم نوراني
ګلونه غوړيدلي بوراګاني هم خنديږي
غوټۍ دي سپړيدلي وچي پاڼي هم خنديږي
نن وينم د کابل د وچو شونډو مسکاګاني
سالنګ په خوشحالۍ دي توري کاڼي هم خنديږي
د اوښکوتنابونه دافغان اولس شکيدلي
زموږ هيل ژوندۍ سوې ارزوګاني هم خنديږي
موسم د پسرلي زموږ دوطن پرښارو راغۍ
ټول کلى دي خوشحاله صحراګاني هم خنديږي
موجونه د هلمند په خوشحالۍ باندي راغلي
دبست او مختر دا کلاګاني هم خنديږي
قلم د (نوراني ) بيا په شعرونوباندي سرسو
بيتونه خولاپريږده چهار بيتياني هم خنديږي
د مظلوم ژړا
غلام نبي ((شاکر )) هلمند
دا هيواد دى څومره ښکلى
څه ارت لري دښتونه
د شينکو دښتو په غيږ کي
زړه راکښونکي ښکلي غرونه
څه ځنګلونه څه سيندونه
تاريخي موقيعتونه
څه کوچيان او څه رمې دي
د شپونکيو اوازونه
هره سيمه يې جنت دى
پرې اباد مودي وګړي
په هر څه سره شريک دي
که ودونه وي که مړي
خو ارام ته نه يو پاته
ځوروي مو څو زوى مړي
پردو اور راته بل کړى
لايې نور هم پوروړي
څوک مي وژني په ناحقه
وايې دا لوى دهشت ګرد دى
څوک مي ونيسي او وايې
سرترې غوڅ کړي چي کافر دى
چا چي ظلم کړى ډير دى
هغه ټولو ته بهتر دى
ها چي زه پرې باوري وم
هغه هم د بل نوکر دى
بې ګنا چي قتل کيږي
په بازار کي په بمونو
په جګړه کي چي راګيرسي
ګولۍ وخوري په سرونو
يا تر خاورو لاندي ښخ سي
د ظالم په بمبارونو
د غه زه يمه بد بخته
قرباني د هوسونو
کاروان
محمد خان (( واصفي ))
دسره اور کاروان مي راغي د زړه ښارته
د قلم او کتا بو په څير مي سوځي
په هر رګ کي مي د سره اور لمبې ګرځي
د چوکۍ او د ميزو په څير مي سوځي
دا لمبې چي نن چاپير زما پر وجود دي
د افغان او د پښتو په څير مي سوځي
دا چي ډکي ويالې وينم د سرو وينو
د ښونځۍ د دروازو په څير مي سوځي
د ا له پوهي چي خالي ککري وينم
د ښوونکو د سرو په څير مي سوځي
د ورور وينه چي پر هري کاڼي وينم
د ددې خاوې د بچو په څير مي سوځي
د پرې کړو غاړو حال مه راته وايه
چي د امن د ريښو په څير مي سوځي
چي يتيمه ژبه نوم د بابا ياد کړي
د هر پلار د زحمتو په څير مي سوځي
((واصفي)) ستا له قلم نه چي څه اورم
زموږ دسترو ارومانو په څير مي سوځي
خــــــــــــــــــــوبونــــــــــــه
عبدالودود (( هجران))
كله د هوښ سره لګيږي د انسان خوبونه
د مرګي مخ ته بېګانه دي د لقمان خوبونه
آسمانه ته كه افلاطون پخپله غيږ كي لرې
تقدير ته كله رسېداى سي د يونان خوبونه
كه عالمونه و فرعون ته پر سجده پرېوزي
ګوره ريښتيا سي كله كله د توپان خوبونه
كچكول په غاړه قلندر ته ډلي ډلي راځي
د اخلاص مندو پوره كيږي د ارمان خوبونه
د كائناتو په هر رګ كي بس يوه مينه ده
د زمانې سره تل نه وي سليمان (ع) خوبونه
ماته كه سل ځله هجران وي په نصيب ليكلى
د ستړي ژوند سره ملګري وي بيابان خوبونه
۲۰۰۷/جولاى/۸
هلمند
اوبه
دلته څوک نه ورکوي چاته په تحفه کي او به
خدايه پيداکړي د هر کاڼي په سينه کي او به
سحر يي بيا په نري تار باندي شبنم پېيلى
پورته رواني د ي د لمر په پلوشه کي او به
ته چي روان سې نو بيا او ښکو ته بند نه تم کيږي
څنکه يي حصاري کړم د سترګو په کاسه کي او به
د ژوند او به يي مونده نه کړې ستا په لو ي جهان کي
اخير يې وچي سوې د پښې په هره پله کي او به
بې شميره خلک د حسين غوندي له تندي مړه سول
چا ورله ورنه کړې يو ګوټ هم په پيا له کي او به
زه يو غمى د شبنم نه لرم ترما ګل ښه دى
چي ټوله شپه لري اقباله په قبضه کي او به
کسي
كسي مي د سترګو بې مهاره سوه
زړه كي ارمانونه بې قراره سوه
ستا شونډي او وچي حيرانيږمه
دا لكه پرګل چي سپيره خاوره سوه
زما دخوږې ميني زور دي وليدى؟
څنګه مي له خولې چغه بې واره سوه
نه مي زړه صبريږي نه كتاي سمه
زړه نه مي جاري د وينو داره سوه
واي چي دغه ستا حالت زما په تن
دا هله مي زړه كي له باداره سوه
سترګي مي مړې نه سوې ديدن باندي
ځكه مي سينه وا له پرهاره سوه
بيا د غمازانو ټولۍ جوړي سوې
بيا دبيلتون وار دي دغه چاره سوه
ستا دديد په تمه بيا شيبې شميرم
هيله مي په زړه كي سردواره سوه
كله به زه سترګي ديار ووينم
دا ارزو شاكر وكړه چغاره سوه
غلام نبي شاكر
ګاونډيه اشنا
زما پــه كور كي چي دا اور بلــيږي زه به تر كـو مه حو صله كو مــــه
اي په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله كومـــــــــــــــــــــــــــــــه
زما پخې سړ كي هم كــــچه سوې تا غرو سروكي سړكو نه جو ړ كړل
زما كورو نه سول د خاورو ډيرې تا ديرش پوړيزه محلو نه جوړكړ ل
زما د كورنه هديرې جوړي سوې تا د خپل كورمنځ كي باغونه جوړكړل
زما فرهنګ كلتور معارف ختم سو تا ښار په ښار پوهنتونو نه جوړ كړل
زه ډيسفرين ګولۍ ته هم حيران يم تا كور په كور هسپتالو نه جوړ كړل
زما د كونډي ابۍ پړوني خرڅ سو تادي بي بي ته سره هارونه جوړ كړل
زما بندونه فابريكې وراني سوې تا كارخانې او ماشينونه جوړ كړل
زما ټينكو نه طيارې كباړ سوې تا د ګاډرو ترې تيرونه جوړ كړل
كور مي ښه وران كړه ميړنيه اشنا دوران كنډرو ننداره كومـــــــــــه
اي په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله كومــــــــــــــــــــــــــــــه
ستا د لازمي همكارۍ تشكر كور دي اباد په پښو دريدلاي نسم
زما د خوانه مطمئين اوسه نور تر سلو كالو جګيد لاي نســــــم
عمر به ستا په نو كرى كي تير كړم ستا د قرضو نه تښتيدلاي نسم
كور په كور تا راته جنګونه جوړ كړل دورو وژني خلا صي لاي نسم
زما د خولې جلب هم ستا لاس كي سو په خپل اختيار اوس ږغيدلاي نسم
په زكندن كي مي لاس پښې مه تړه چي ساه مي وځي خو ځيدلاي نسم
مال او متاع مي ښه ښكاره تسليم كړه لالا زه مرمه رغيدلاي نسم
يا د يې لره دهند كش زمرى يم كه يوځل خلاص سوم تميدلاي نسم
په نوي رنګ كي پخو انيه اشنا دزوړ تاريخ درته كيسه كومه
اي په ماګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله كومه
دا ستا اخبار په ښه قيمت خر څيږي ليكه او ل مخ كي عنوان مها جر
ته د اخبار سرخي په ما جوړ وه غټ غټ پرې ليكه چي افغان مهاجر
د سخت باران او دږلۍ دلاسه په كمپ كښي مړه دي سل خواران مهاجر
او بيا د سو يي تغزي له وجهي مرګ ته نژ دې دي غريبان مها جر
دا ستا اخبار په ښه قيمت خر څيږي ليكه او ل مخ كي عنوان مها جر
ستاډاكټران به تجري بې پرې وكړي پښې لاس ترې غوڅ كړه دي زخميان مهاجر
مز دوريكښته كړه نرخ پورته بيا يه چي ښه چي ښه مفليس سي داخواران مهاجر
ښه مي تشخيص كړې مداريه اشنا ست اډولكي ته ننداره كومـــــــــــــه
اي په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله كو مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
يو خوا د امن سولي چغي وهې بل خوا بارود او انبا رونه درو مي
ډك د مزايل او راكيټو باندي د چار سلنډو قطا رونه د رومي
څه د طالب څه دمطلوب په نامه سپينو جامو كي تك تور زړونه درومي
چا ته شيعه چا ته سوني وايې ته ورته نقشې او پلا نونه درومي
څوك په پښتون څوك په تاجك غولوې يو خوابل خوانه كومكونه درومي
افغانان مري افغان اولس و رانيږي خانيه ستا څو ډالرو نه درومي
ته د خپل سر د غټيدو په غم كي زما په سر كي شمار سرونه درمي
ستا د مقصد پوره كيدو په غرض زما د عمر ار مانونه درومي
مال به دي ډيرسي قارونيه اشنا غم ستا د دې زير مو خر چه كومه
اي په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله كومه
زهر دي راكړل د حلوا په نامه ولاړې لستوڼي لاندي ماراوختې
تا د دوستۍ او دوفا لاپي كړې اخر دښمن او جفا كاراوختې
تا ويل چي سر اومال مي دواړه دركړل خوحسابۍ كي مي قرضدار اوختې
نه دي معديات نه معنويات راپريښول درنځ طبيب نه سوې ډانګماد او ختې
خام او پاخه مو اد ي يو وړل زما ته لاموړ نه سولې ښامار او ختې
غوښي مي خلاصي سوې هډوكي مي خورې اشتهادي بنده ده بيماراوختې
مړ تر ور تاكړم نوم زما بدنام سو ته مي قاتل د ورور او پلار و ختې
هير به مي نه سي ګلاليه اشنا خپل و لمسو ته نويشته كومــــــــــــــــــه
اي په ماګر انه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله كومـــــــــــــــــــــــــــــــــــه
زما د كور لمبوته مه توديږه د يوال شريك لاليه اور به واخلې
بيا بې په چل د مړ كيدو پوه نه سي ته به يو ځاي وژني خونوربه واخلې
كه سول خواره زما د او ر بڅري او ر ښار په ښا ر او كورپه كور به واخلې
ته كه زما په شان زخمي زخمي سوې ګمان مي نه سي كه ټكوربه واخلې
درد مند زړګي ته مي زور مه وركوه خپله به و درديږې زوربه واخلې
زما په مړو ايرو كي څه لټوې لعل په كي و سوځيدو سكور به واخلې
بيا به دي ځاي په يو وطن كي نه سي لكه غباړي سخندر توربه واخلې
په كور د ننه بهر نيه اشنا نور بس دلې درنه پرده كومــــــــــــــــــــــــــــــه
اي په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله كومــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
ته په برات كي د اختر حساب كړې په ما شپې ورځي محرم تيريږي
ته د ملت سپيڅلي ورځي لمانځه ماهر وخت ملي ماتم تيريږي
زه چي لږ ساه وا خلم موسكى غوندي سم جانانه تا باندي ستم تيريږي
د خپلواكي د سباوون په تمه په ما تمام عمر تور تم تيريږي
زما لا يو ښخ نه وي بل سلګي كړي مدام د غم لپا سه غم تيريږي
د بهرني دښمن ښكرونه مات سول اوس ګاونډيان مي كور په چم تيريږي
خو ګاونډيه ياره دومره وا وره هغه چي تير سو نو داهم تير يږي
په خوي ګيدړ پراني زمريه اشنا تاته د زوړ ښكاري كيسه كومه
اي په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله كومــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
زه د محمود بت شكن او لاديم د سومنات بت نړولي دي مـــــــــــــــــــــــــا
و كه د تپوس د نيو كاري ميكناټن څوك سو ځولي څوك وژلي دي مــــــا
و ګوره ليك د فرنګي تاريخ كي آن تر لندنه زغلولي دي مـــــــــــــــــــــــــــــا
چا چي په بد نيت ما ته لاس را وړي لاس ترېنه وولي كي غوڅ كړي دي ما
روس په جهان كي د خدايي دعوه كړه په ټول جهان كي زغلولي دي ما
د نيا څو ځلي از ميلي يمه ميدان څو څو ځلي ګټلي دي مــــــــــــــــــــــــــــا
ګران ګاونډيه حق دي و پيژنه د ګاونډتوب حق ټول منلي دي مـــــــــا
هير به مي نه سي ګلاليه اشنا خپلو لمسو ته نو يشته كو مـــــــــــــــــــه
اي په ما ګ ا نه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله كومــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
خوب
دلاور (پرديس)
چي سم بيده په خوب دي وينم ياره
تصوير دي زما سترګوته وړاندي راسي
ويښ سم له داسي ښكلي خوبه ولي
پرخوله دغم سلګْۍ او ساندي راسي
څوره اثردي ووپه دوو سترګوكي
دژوندون لاره يې كړه وركه رانه
يوه خوږه خاطره خوب دبيګا
شپه تر سهاره يې كړه وركه رانه
زمااوميد زمادژوندخوشحالي
بس بې اختياره يې كړه وركه رانه
شهيد ارمان ته مي دوعازده كړې
خوترمزاره يې كړه وركه رانه
جانانه دغه ستادكلي كوڅه
په څوڅوواره يې كړه وركه رانه
خپل او پردي به مي كتله پكښې
دزړه هنداره يې كړه وركه رانه
ماد ي كيسه ليكل دښكلو سترګو
پس له تكراره يې كړه وركه رانه
اخير مجبوره ژړيدوته سومه
بل هره چاره يې كړه وركه رانه
اي دجانان دسترګوروبه ولي
زړګى مي ستا تر تاسير لاند ي راسي
ويښ سم له داسي ښكلي خوبه ولي
پرخوله دغم سلګْۍ او ساندي راسي
كلونه وسوه زماپه زړه كي اوسي
يارناخبره دى كه نه پو هيږي
هر قدم ږدي دزړه پر سر داښكلي
دخپل ښكلاپه قدر څه پوهيږي
شونډي انكاركوي خو ستر ګي دي نن
په زړه راكښونكي اشاره پوهيږي
غوږيې نيولى تر سهاره پوري
سترګي دميني په كيسه پوهيږي
اوس هيرول يې ناممكن ګڼمه
كله مي زړه په بهانه پوهيږ ي
زماومرګ ته رقيب مه راليږه
پدې خبره دي باڼه پوهيږي
داوس په ښكلوكي په سلوكي يو
سته په سپيڅلې يارانه پوهيږي
چه ستاغرور مي په مجبوره زړګي
نورڅه كوي يوالله ښه پوهيږ ي
پرمارانغلې ليونتوبه ولي
غمونه ټول راپوري خاندي راسي
ويښ سم له داسي ښكلي خوبه ولي
پرخوله دغم سلګْۍ او ساندي راسي
لكه شبنم دګل پر مخ بيده وم
لكه يوشى دښكلاسره وم
موږ ماشومان وو لوبيدلوباغ كي
زه درنه پټ دونو خواسره وم
سنګسارسته مينه كي چاوويله
حيران ولاړ دزړه درزاسره وم
نه مي دميني ناز ادا پيژندل
نه يې مخ سوي له سزاسره وم
داخلك څومره مهربان ښكاريدل
زه يې پرې ايښى داشناسره وم
خوشپه دسترګورپ كي تيره سوله
سهاردفكراو سوداسره وم
راسه دې خوب ته كوم تعبيروركوې !
غاړه غړۍ ياره له تاسره وم
خاوري ايرې سوې مينتوبه ولي
پرمخ مي مړې اوښكي ځلاندي راسي
ويښ سم له داسي ښكلي خوبه ولي
پرخوله دغم سلګْۍ او ساندي راسي
دانسانيت ترسرليك لاندي ياره
دپښتني ميني سوګندغواړمه
يوشيبه دجدايي چي راځي
په مرګ خوشحال يم كله ژوندغواړمه
چي مي دزړه كورته نفرت راولي
دهغي ژبي كلام بند غواړمه
دمحبت څه جوړه سوې دنيا
دميني نوم پكښې بلندغواړمه
كله ناكله مي ماشوم زړه وايي
جانانه خوب دي په مړوندغواړمه
اوس يارانې ته دي زړه كيږي كه نه
دهو اونه جواب څرګندغواړمه
كه سوې منكر دميني ځم به درڅه
پرديس رخصت له ټول هلمندغواړمه
ختموې زمادژونددون لوبه ولي
غم به دي ياره په زړه باندي راسي
ويښ سم له داسي ښكلي خوبه ولي
پرخوله دغم سلګْۍ او ساندي راسي